افغان غږ خبری آژانس - د مزارشریف ښاروال نصرالله نظری نن دوشنبه (سنبله ۷) وویل: د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۳ میلیونه افغانۍ عواید لرو. چې د تير کال د دريو مياشتو په پرتله ٤٠ ميليونه زياتوالى ښيي.
د هغه په وينا، دغه عوايد د صفايي له پورونو، د تالقانو ښارګوټي او په تالقانو ښار کې د نويو لوبغالو له جوړولو څخه ترلاسه شوي دي.
د تالقان ښاروال ټينګار وکړ چې د دغه رياست د کارکوونکو په مرسته عوايد په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
دى وايي، هڅه کوي، چې د اوړي په درېيو مياشتو کې د تالقانو ښاروالۍ عوايد زيات کړي.
خو د تالقان ښار هټيوال له ښاروالۍ غواړي چې له دوی څخه دې کمه مالیه واخلي. ځکه سږ کال د دوی اقتصاد د تېرو کلونو په پرتله کمزوری دی.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د تالقان ښاروالۍ ترڅنګ مستوفیت تخار هم د کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په خپلو عوایدو کې ۵۸ سلنه زیاتوالی اعلان کړی و، چې په وینا یې ۸۲ میلیونه افغانۍ عواید یې راټول کړي وو.