افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پرون یکشنبه (سنبلي ۶) د دغه وزارت کارکوونکو ته د دغه وزارت د مرستیال په توګه مولوي عبدالرحمن رشید معرفي کړ.
ښاغلي حقاني وویل: د تېرو څلورو لسیزو جګړو او طبیعي پېښو په پایله کې زیات شمېر افغانان کډوال شوي او موږ د هغوی د ستونزو د سم مدیریت مسوولیت لرو.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وایي، افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې شپې او ورځې په کډوالۍ تېروي او له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، موږ په هېواد کې دننه د مهاجرینو د ستونزو د حل او له بهر څخه د مهاجرینو د راستنیدو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن یو.
ښاغلي رشید په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او په افغانستان کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.