افغان غږ خبری آژانس: ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې چې نن پنجشنبه د اسد ۲۷مه جوړه شوې وه، له بېلابېلو ولایتونو څخه څه باندې درې زره کسانو برخه اخیستې وه.
د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي، که څه هم دا غونډه کومه ځانګړې اجنډا نه لري، خو د هېواد پر عمومي مسایلو به بحث او پرېکړې کوي.
په کابل کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته دا دویمه غونډه ده چې د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د شته ستونزو د حل په موخه جوړیږي.
دا غونډې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت تر اوسه داخلي مشروعیت نه دی ترلاسه کړی، خو په کابل کې د شاوخوا ۵۰۰۰ دیني علماوو شتون او مشرتابه ته یې بیعت د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو یوه له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي.