دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 256083
ټاکل شوې سبا په ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي
ازبکستان به سبا دوشنبه د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.
افغان غږ خبری آژانس: - مانیتورینګ، د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په اړه د ازبکستان په ناسته کې يې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی دغه هېواد ته روان شوی دی.
 
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل، چې دغه پلاوی به په کنفرانس کې د بېلابېلو مسایلو او د افغانستان د اړتیاوو په اړه له ګډون والو سره خپلې خبرې شریکي کړي.
 
کریمي وايي: "په دې پلاوي کې د مختلفو ادارو او سکتورونو استازي برخه لري. طالب پلاوی به هلته د افغانانو اړتیاوې، د اسلامي امارت داعیه او د خلکو غوښتنې به هلته مطرح کړي او دغه شان به د کنفرانس په څنډو کې له بېلابېلو اړخونو سره ځانګړې لیدنې هم وکړي."
 
په دې کنفرانس کې د کوربه ازبکستان او افغانستان په ګډون د شلو هېوادونو استازي برخه لري.
 
هندي رسنیو ویلي دی، چې د افغانستان په اړه "د امنیت او اقتصادي پیاوړتیاو" په دې نړیوال کنفرانس کې د هند یو پلاوی هم ګډون کوي.
 
له دې وړاندې پاکستان هم تاييد کړې وه، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان په کنفرانس کې برخه اخلي.
 
کنفرانس د ازبکستان په مرکز تاشکند کې سبا پیلېږي او بل سبا هم دوام کوي.
 
تېره اونۍ د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادمیرناراف په مسکو کې خبریالانو ته ویلي وو، چې د دغه کنفرانس په اړه تیاری بشپړ شوی او په کې به د افغانستان ترڅنګ په نورو سیمه ییزو موضوعاتو هم بحثونه وشي.
 
د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادمیرناراف
 
نوموړي ویلي و، چې په دې کنفرانس کې د طالب پلاوي ګډون د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی.
 
که څه هم د دغه کنفرانس د اجنډا په اړه تر دې دمه ښکاره څه نه دي ویل شوي، خو ښايي امنیتي مسایل يې د بحث مهم موضوعات وي.
 
د امنیتي او سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان باور لري، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړي ډول ازبکستان په افغانستان کې د داعش وسله والو له سر راپورته کولو اندېښنه لري.
 
له ډلې يې زلمي احمدزي ازادي راډيو ته وویل، په وروستیو وختونو کې له افغان خاورې د ازبکستان په سرحدي ښارګوټي د توغندېو لګېدل او د "ازبکستان اسلامي تحریک" فعالیت هغه څه دي، چې دا هېواد يې اندېښمن کړی دی.
 
په ازبکستان کې د افغانستان په اړه دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نږدې کال په پوره کېدو دی، او لا هم د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي، د مېرمنو په کار کولو بندیز دی او دغه شان په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت او بې کاري ورځ تر بلي زیاتېږي.
https://avapress.com/vdcjome8tuqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته