افغان غږ خبری آژانس - کابل: نسبتاً درانه اورښتونه چې دوه ورځې وړاندې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې پیل شوې، په یو شمېر سیمو کې د سیلابونو او ځانی زیانونو لامل شوی دی.
خو د افغانستان په ځینو سیمو لکه بامیان او سالنګ کې واوره ورېدلې او هوا ډېره سړه شوې ده.
د باميانو ولايت اوسېدونکي وايي، چې د واورو له امله يې ښايي فصلونه زيانمن شي.
ویل کېږي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په پلازمېنه کې هم نسبتاً لږ بارانونه شوي او د هوا تودوخه له ۳۰ څخه تر ۱۵ درجو پورې راټیټه شوې ده.