افغان غږ خبری آژانس، د افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون نن پنجشنبه (جوزا ۲۶) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امنیت شورا پخوانی مرستیال عبدالحکیم نورزی د بیرته راستنیدو هڅې دوام لري.
د شخصيتونو د اړيكو كميسيون وايي، د افغان شخصيتونو د اړيكو د كميسيون له لارې تر اوسه له سلو ډېر كسان هېواد ته راستانه شوي او لسګونو نورو د راستنېدو فورمې ترلاسه كړې دي.
د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري؛ امان الله غالب، د برشنا پخوانی رییس؛ د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا غړی انتظار خادم؛ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست حسن مبارک عزیزي او د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري د تېرو حکومتونو له مشهورو څېرو څخه دي چې هېواد ته راستانه شوي دي.