دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 253827
په بدخشان کې څه دپاسه ٤٠٠ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه
ځايي سرچينې وايي، چې د بدخشان ولايت په تشکان او خاش ولسواليو کې د جګړو او طبيعي پېښو له امله د ٤٢٤ اړمنو کورنيو او بېځايه شويو لپاره؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چین په همکارۍ دغه مرستې وویشل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - بدخشان: د مرستو دغه بستې چې په کې وريجې، خیمې، د پخلنځي لوښي او نغدې پيسې شاملې دي، د شنبې په ورځ (جوزا ۱۵ مه) د CONCERN له خوا چمتو او د بدخشان د مهاجرینو چارو ریاست له خوا پر اړمنو کسانو وویشل شوې.
 
هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ وریجې، دوه خیمې، د پخلنځي وسایل او په ۲۴ نورو کورنیو ۹۸۰۰ افغانۍ نغدي وویشل شوې.
 
نجیب احمدي؛ یو اړو کسانو چې له دې مرستو څخه یې ګټه اخیستې، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "زه د تیشکان ولسوالۍ د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست له خوا د بشردوستانه مرستو له امله خوښ یم."
 
د بدخشان اوسیدونکی احمدي زیاته کړه: "زه د یوې کورنۍ نهه کسه مشر یم، زه په کندز ولایت کې اوسیدم او په دې ولایت کې په وروستیو جګړو کې موږ د جګړې له حالت څخه د ځان ژغورلو او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره اړ شو.
 
احمدي پر "اسلامي امارت" غږ وکړ چې په ټولنه کې د فقر او بېکارۍ د کمولو لپاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
 
دا مرسته په داسې حال کې کېږي، چې هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان او کورنۍ د کار د نشتوالي له امله له هېواده وځي.
 
https://avapress.com/vdcci1qim2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته