دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 253628
د ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال پرون (سه شنبه د جوزا ۱۰مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت له چارواکو سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د سرحدي زیربناوو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال پرون ماښام (د غبرګولي ۱۰ مه) د افغانستان لپاره د سړکونو او ښار جوړونې وزیر له ځانګړي استازي میر شفیع او په کابل کې د دغه سفارت له اقتصادي سلاکار شیرزادي سره وکتل او دواړو لورو د سرحدي زیربناوو د پیاوړتیا، بندرونو، صنعتي پارکونو او د سوداګرۍ د توازن (خالص صادراتو) په اړه خبرې وکړې.

شافعي وویل: لکه څنګه چې افغانستان یو شمیر ایراني توکي اخلي، د ایران اسلامي جمهوریت هم افغاني محصولات اخلي نو باید یو دوه اړخیز مدیریت او تړونونو له لارې دا تنظیم شي.

د افغانستان لپاره د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر ځانګړي استازي زیاته کړه: چابهار بندر د افغان سوداګرو لپاره یو ښه او د اسانتیاوو څخه لار دی، دوی کولای شي د بار وړونکو توکو د لیږد په برخه کې د دغه بندر د بیړیو څخه ګټه پورته کړي.

د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شافعی د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ګډو مشترکاتو ته اشاره وکړه او د ایران او افغانستان د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

جمال زياته کړه: له پرمختګونو سره سره؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې او د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ ولاړې دي او له نېکه مرغه دغه اړيکې به د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې ټينګې پاتې شي.
 
https://avapress.com/vdcb5fb5wrhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته