د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال پرون (سه شنبه د جوزا ۱۰مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت له چارواکو سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د سرحدي زیربناوو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار
خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 11 جوزا 1401 ساعت 12:07
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال پرون (سه شنبه د جوزا ۱۰مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت له چارواکو سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د سرحدي زیربناوو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
آوا: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال پرون ماښام (د غبرګولي ۱۰ مه) د افغانستان لپاره د سړکونو او ښار جوړونې وزیر له ځانګړي استازي میر شفیع او په کابل کې د دغه سفارت له اقتصادي سلاکار شیرزادي سره وکتل او دواړو لورو د سرحدي زیربناوو د پیاوړتیا، بندرونو، صنعتي پارکونو او د سوداګرۍ د توازن (خالص صادراتو) په اړه خبرې وکړې.
شافعي وویل: لکه څنګه چې افغانستان یو شمیر ایراني توکي اخلي، د ایران اسلامي جمهوریت هم افغاني محصولات اخلي نو باید یو دوه اړخیز مدیریت او تړونونو له لارې دا تنظیم شي.
د افغانستان لپاره د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر ځانګړي استازي زیاته کړه: چابهار بندر د افغان سوداګرو لپاره یو ښه او د اسانتیاوو څخه لار دی، دوی کولای شي د بار وړونکو توکو د لیږد په برخه کې د دغه بندر د بیړیو څخه ګټه پورته کړي.
د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شافعی د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ګډو مشترکاتو ته اشاره وکړه او د ایران او افغانستان د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
جمال زياته کړه: له پرمختګونو سره سره؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې او د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ ولاړې دي او له نېکه مرغه دغه اړيکې به د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې ټينګې پاتې شي.
د مطلب کود: 253628