امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) ویلي چې په دغه برید کې هغه کسان په نښه شوي چې افغان نظامیان یې وژلي و.
ښاغلي صالح په خپل فیسبوکپاڼه کې دې مسلې ته تند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: "موږ سره داسې ثبوت شته چې انکار ترې نشي کېدلی. له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازې یې د (خبرونو) سرټکي جوړ کړي. ما دا ثبوت په خپله لیدلی دی او په اخلاقي او دولتي صلاحیت مې دا خبره لیکلې. ډاډه واوسئ".