دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 217650
پر جومات بریدګر په عمري بند محکوم شو
د نوي زیلنډ محکمې هغه کس په عمري بند محکوم کړ چې تېر کال یې په جوماتونو برید کړی وو او ۵۱ کسان یې وژلي وو. د نوي زیلنډ یوې محکمې تېره ورځ هغه اسټرالیایي توکمه ۲۹ کلن برنټن ترانټ ته د عمري بند سزا وړاندې کړه چې تېر کال یې د دغه هیواد په کرېسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو برید وکړ او ۵۱ کسان یې ووژل. د راپورونو له مخې دغې محکمې څلور ورځې وخت ونیو او په دې موده کې تورن کس د ۵۱ کسانو د وژلو، ۴۰ نورو کسانو د وژلو د هڅې او یو ترهګریز برید تور ومانه چې په دې سره محکمې نوموړی په عمري بند محکوم کړ. دغه راز د محکمې په وروستۍ ورځ د قران ایت تلاوت شو او د محکمې ګډونوالو د خپلو هغه خپلوانو انځورونه پورته کړل چې په دغه پېښه کې وژل شوي وو.
https://avapress.com/vdcgnu9xzak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته