کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر جومات بریدګر په عمري بند محکوم شو

6 سنبله 1399 ساعت 12:29

د نوي زیلنډ محکمې هغه کس په عمري بند محکوم کړ چې تېر کال یې په جوماتونو برید کړی وو او ۵۱ کسان یې وژلي وو.

د نوي زیلنډ یوې محکمې تېره ورځ هغه اسټرالیایي توکمه ۲۹ کلن برنټن ترانټ ته د عمري بند سزا وړاندې کړه چې تېر کال یې د دغه هیواد په کرېسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو برید وکړ او ۵۱ کسان یې ووژل.

د راپورونو له مخې دغې محکمې څلور ورځې وخت ونیو او په دې موده کې تورن کس د ۵۱ کسانو د وژلو، ۴۰ نورو کسانو د وژلو د هڅې او یو ترهګریز برید تور ومانه چې په دې سره محکمې نوموړی په عمري بند محکوم کړ.

دغه راز د محکمې په وروستۍ ورځ د قران ایت تلاوت شو او د محکمې ګډونوالو د خپلو هغه خپلوانو انځورونه پورته کړل چې په دغه پېښه کې وژل شوي وو.



د مطلب کود: 217650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217650/پر-جومات-بریدګر-په-عمري-بند-محکوم-شو

آوا
  https://www.avapress.com