دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 217545
نرګس نهان او د کانونو وزارت ۱۸ پخواني او اوسني کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي شول
د کانونو وزارت وايي، د دغه وزارت پخوانۍ سرپرسته نرګس نهان او د دې وزارت ۱۸ نور پخواني او اوسني چارواکي او کارکوونکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول. د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي خامه‌پرس ته وويل، دغه کسان د اداري فساد، له خپلو واکونو د ناوړه استفادې او د اقتصاد عالي شورا د اغفال په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. دغه کسان د کانونو او پټروليم وزارت او د ناصر اميد استخراجي شرکت تر منځ د هرات د غوريان د مالګې د استخراج تړون له څېړلو وروسته لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. ولسمشر غني د کانونو وزارت نوې مشرتابه ته امر کړی و چې د دغه تړون څرنګوالی دې وڅېړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو ورځو کې لويې څارنوالۍ ته د افغان حکومت د يو شمېر اوسنيو او پخوانيو چارواکو او کارکوونکو د معرفي کېدو لړۍ چټکه شوې. تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزير فيروزالدين فېروز او د دې وزارت څلور اوسني او پخواني مرستيال هم د کرونا بودجه کې د اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي وو. دغه راز يو شمېر اوسني او پخواني واليان هم پرون په همدې تور لويې څارنوالۍ ته معرفي شول.
https://avapress.com/vdcjxae8iuqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته