کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نرګس نهان او د کانونو وزارت ۱۸ پخواني او اوسني کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي شول

5 سنبله 1399 ساعت 13:56

د کانونو وزارت وايي، د دغه وزارت پخوانۍ سرپرسته نرګس نهان او د دې وزارت ۱۸ نور پخواني او اوسني چارواکي او کارکوونکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي خامه‌پرس ته وويل، دغه کسان د اداري فساد، له خپلو واکونو د ناوړه استفادې او د اقتصاد عالي شورا د اغفال په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

دغه کسان د کانونو او پټروليم وزارت او د ناصر اميد استخراجي شرکت تر منځ د هرات د غوريان د مالګې د استخراج تړون له څېړلو وروسته لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

ولسمشر غني د کانونو وزارت نوې مشرتابه ته امر کړی و چې د دغه تړون څرنګوالی دې وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو ورځو کې لويې څارنوالۍ ته د افغان حکومت د يو شمېر اوسنيو او پخوانيو چارواکو او کارکوونکو د معرفي کېدو لړۍ چټکه شوې.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزير فيروزالدين فېروز او د دې وزارت څلور اوسني او پخواني مرستيال هم د کرونا بودجه کې د اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي وو. دغه راز يو شمېر اوسني او پخواني واليان هم پرون په همدې تور لويې څارنوالۍ ته معرفي شول.



د مطلب کود: 217545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217545/نرګس-نهان-او-د-کانونو-وزارت-۱۸-پخواني-اوسني-کارکوونکي-څارنوالۍ-ته-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.com