دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 213409
ملي امنیت په کابل ښار کې د حقاني شبکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی
له دغه ریاست څخه  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ځواکونو یې د کابل ښار د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د حقاني شبکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.
د ریاست په خبره، د حقاني شبکې دوو غړو غوښتل په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې ته ورته برید ترسره کړي، چې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري تر کشف وروسته شنډ شو. ریاست وایي، د دوی د عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې دوه غړي هم نیول شوي دي.
تر اوسه حقاني ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
https://avapress.com/vdce7x8wojh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته