کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت په کابل ښار کې د حقاني شبکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی

11 سرطان 1399 ساعت 8:53


له دغه ریاست څخه  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ځواکونو یې د کابل ښار د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د حقاني شبکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.
د ریاست په خبره، د حقاني شبکې دوو غړو غوښتل په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې ته ورته برید ترسره کړي، چې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري تر کشف وروسته شنډ شو. ریاست وایي، د دوی د عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې دوه غړي هم نیول شوي دي.
تر اوسه حقاني ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.


د مطلب کود: 213409

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213409/ملي-امنیت-په-کابل-ښار-کې-د-حقاني-شبکې-له-چاودېدونکو-توکو-ډک-موټر-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com