سپینه ماڼۍ: کروناویروس به تر اګست پورې ۸۲ زره امریکایان مړه کړي


سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی که خلک ټولنیز واټن ساتل په جدي توګه عملي نکړي وړاندوینه کیږي چې د اګست د میاشتې تر لومړیو پورې په کووید۱۹ باندې اخته ۸۲ زره کسان ښایي مړه شي چې پدې توګه به لږو روغتونونو او بسترونو ته اړتیا وي.
له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ اټکل کړی و چې له ۱۰۰ زرو څخه تر ۲۴۰ زرو پورې کسان به په متحده ایالاتو کې په کووید۱۹ باندې د اخته کیدو په وجه مړه شي.
خو روغتیایي او د ساري ناروغیو کارپوهانو ویلي چې د کروناویروس زیږنده کړکیچ کې د حکومت شفافیت اړین دی، خو خبرداری یې ورکړی چې دغه ډول وړاندوینې هیڅکله کره نه وي او باید تر ټولو بد وضعیت هم ته تیار اوسو.
ښاغلي ټرمپ د اپریل میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې دوه راتلونکې اونۍ به په متحده ایالاتو کې تر ټولو سختې

ستاسو نظر

تازه ترین خبرونه