افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: عبدالکریم یورش د فاریاب پولیس ویاند، نن چهارشنبه ۲۳ دلو
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل چی شفیقه ۱۴ کلنه د کورنۍ تاوتریخوالی له امله د خپل ورور صبغت الله له لوری د میمنه په ښار کې د چاقو په واسطه ټپی شوی او روغتون ته رسیدو نه مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا تیره شپه ۸ بجی مظنون شخص د فاریاب ولایت امنیه قوماندانی جنایی جرمونو سره مبارزی مدیریت منسوبینو له لوری نیول شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی اخیرو میاشتو کې کورنۍ تاوتریخوالی شمالی ولایتونو کې د لسګونو ښځو ژوند اخیستی دی.