د کونړ والي عبد الستار میرزکوال، چې د دغو وسله والو د تسلیمۍ مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کونړ په غازي اباد، نورګل او شیګل ولسوالیو کې فعالیت کاوه.
د کونړ امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار هم د دغې ډلې د تسلمیدو غونډې ته په وینا کې پر نورو وسله والو هم غږ وکړ، چې د جګړې دې لاس واخلي.
ښاغلي سهار وویل " زه له ټولو هغو وسله والو چې اوس موږ سره جنګ کوي، غواړم چې راشي او په سوله کې ژوند وکړي، خو که دا کار نه کوي او د پردیو لپاره یې جنګ ته ملا تړلې وې نو هیڅ ځای کې یې نه پرېږدو."
د تسلیم شوې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر مومن رسنیو ته وویل چې د حکومت خلاف جنګ جهاد نه دی او دوی پوه شول چې دا جنګ پردی دی‌، ځکه یې له جګړې لاس واخیست.
هغه وویل" درې کاله کېږي چې له خلافت اسلامي سره وم، ډېرو جګړو کې مې برخه اخیستې ده، خو وروسته پوه شو

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه