د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی، د امنیتي سرتیرو په ګډون ۲۸ زندانیان ترې را خوشي کړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” د کمانډو ځواکونو د دغو عملیاتو پر مهال په را خوشي شوو ۲۸ زندانیانو کې ۱۶ ملکي وګړي او ۱۲ د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتیري شامل دي”. خبر پاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې ۲ طالب وسله وال هم وژل شوي دي. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)