د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د فاریاب ولایت له سېلاب ځپلیو سره د کتنې په موخه، نن سهار ددغه ولایت مرکز میمنې ښار ته ورسېد.
جمهوررئیس غني به ددغه سفر په لړ کې د ټولګټو پروژو د پرانېستې ترڅنګ، د فاریاب ولایت د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره جلا کتنې هم ولري.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)