په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په یوه بیان کې ویلي، چې تر اوسه د یوه تن قرباني جسد او ۴۷ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ځانمرګې برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بېلا بېلو چاودنو او بریدونو په ترڅ کې د ۵ پولیسو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان دي.