د ټاکنو کمیسیون ددی لپاره چی کافی نامزدانو شمیر د ولسوالیو شوراګانو لپاره ثبت نام نه دی کړی، وړاندیز کړی ترڅو ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دی وځنډول شی.
ویل کیږی چی د هیواد په ولسوالیو کې یواځی ۴۰ ولسوالیو کې کافی نارینه او ښځینه ځانونه د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره نامزد کړي او د قانون په اساس، دا ولسوالی د ټاکنو ترسره کولو لپاره واجد شرایط دی.
د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نامزادانو نوم لیکنې وخت پوره کیدو او همدارنګه د دوو ورځو نورو تمدید کید سربیره پیا هم د هغوی شمیر لږ او کافی نه دی.
د ټاکنو کمیسیون په وینا، ۶ زره او ۱۵۲ کسه په ټول هیواد کې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره ثبت نام کړی دی. دا شمیر غزنی پوری نه شاملیږی؛ ځکه د ټاکنو پروسه په دی ولایت کې دریدلی دی.
په ډیرو ولسوالیو کې تراوسه هیڅ شخص ځان د ولسوالیو ټاکنو لپاره نامزد کړی نه دی، په ځینو نورو ولسوالیو کې هم ښځی درخواست نه دی ورکړی او په ځینو نورو کې هم د نامزدانو شمیر د کرسیو د شمیر څخه لږ دی.
د ټاکنو کمیسیون وړاندیز د ولسوالیو شوراګانو نه ترسره کولو لپاره په داسی حالت کې مطرح کیږی چی په همغه شروع کی هم دا تصور نه کیدله چی دولت د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې توان او اراده ولری.
د همیشه په شان، په دی لاره کې ترټولو جدی خنډ، د دولت سلطه او حاکمیت نه درلودل پر ولسوالیو باندی دی. دا په دی معنی چی دولت نه توانیدله چی د طالبانو تر کنترول لاندی سیمو کې ټاکنې ترسره کړی.
که څه هم د ټاکنو کمیسیون په وړاندیز کې، دا خبری ته اشاره نه دی شوی او یواځی د کافی نامزدانو نه شتون خبره مطرح شوی ده؛ خو تراوسه هم دا تصور کیږی چی په دی برخه کې لوی خنډ، د مرکزی دولت کامل سلطه نه شتون د ولسوالیو پرکلیو باندی دی. دا په داسی حال کې دی چی د ۱۰۰ څخه ډیر نو ولسوالی، عملآ د طالبانو او دولت ترمنځ د مناقشه لاندی دی او مستمر جنګونه پکې روان دی.
دا مسایلو ته په کتو سره، د محدود، نمایشی او حد اقلی ټاکنو ترسره کونه په داسی ولسوالیو کې چی د دولت ترکنترول لاندی دی، د ټاکنو قانونی اعتبار او مشروعیت او جامعیت لږوی.
بناپردی، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چی د ۱۷ کالو راهیسی هر وخت ځنډیدلی دی او هیڅ وخت نه دی شوي چی پرخپل وخت ترسره شی.
دا تصمیم په دی سادګیو سره د عملیاتی کیدو وړنه دی. د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لغوه کیدنه، پارلمانی ټاکنو باندی هم اغیزه کوی او مخکې ترمخکې، ارزښت او مشروعیت یی تر پوښتنې لاندی وړی؛ ځکه دولت د هیواد پراخه خاوره باندی سلطه نه درلودلو سره، نه شی کولای چی ولسوالیو شوراګانو ټاکنی ترسره کړی، همدا خنډ د پارلمانی ټاکنو په وړاندی هم شتون لری او په دی اساس، په میلیونونه کسان د هیواد ناامنو سیمو څخه چی د دولتی ضد ځواکونو سلطه لاندی دی، عملآ په پارلمانی ټاکنو کې ګډون لپاره امکان ورته نه وی او په ترڅ کې، راتلونکې پارلمان د رای ورکوونکو حد اقلی رایو په اساس به جوړه شی چی د امن او دولت سلطه لاندی سیمو څخه خلګ توانیدلی چی رای ورکوونو صندوقونو ته لاړ شی.
دا جریان، د ټاکنو پروسی اعتبار او مشروعیت ناقضیدنه نه ده؟
راتلونکې پارلمان به څنګه وکولای شی چی د افغانستان ټولو خلګو څخه نمایندګی وکړی؟
دا ټوله په داسی حال کې دی چی د غزنی په شان ولایتونو په اړه، وضعیت نور هم بد او پیچلی دی. په غزنی کې، ټاکنو کمیسیون تراوسه هم نه دی توانیدلی چی د رای ورکوونکو او پارلمانی ټاکنو نامزادانو ثبت نام پروسه په سمه توګه ترسره کړی.
په دی ولایت کې د ټاکنو ترسره کیدو سیستم په وړاندی اختلاف تراوسه هم یو جدی او بحران منځته راوړونکې مشکل دی او ټاکنو پوری اړوند ټول پروسی په دی ولایت کې د مشکل سره مخ کړی دی.
سربیره پردی، ګوندونه او سیاسی ائتلافونه، د رای ورکوونکو ثبت نام پروسه متقلبانه بللی او د باطلیدو غوښتونکې یی شوی دی. هغوی واحد رای ټاکنیز سیستم تر پوښتنی لاندی وړي او تناسبی سیستم ټاکنو ترسره کیدو غوښتونکې شوی دی.
دا تشکیلات خبرداري ورکړی چی که دولت هغوی غوښتنی ته توجه ونه کړی نو د ټاکنو تحرمی او لاریونونو سره به مخ شی.
په دی توګه، پارلمانی راتلونکې ټاکنې هم د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په شان د بحرانونو او مشکلاتو سره مخ دی چی امکان لری په نهایت کې، هغه برخلیک چی اوس د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په انتظار دی، د پارلمانی ټاکنو لمن هم ونیسی.