د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور وايې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ګډې پولې باندې د ترهګرو د مخنېوي په موخه څارنه زياتېږي.
عين وخت کې افغان چارواکي د پاکستان دا کار بېځايه بولي او غوښتنه کوي چې پاکستان دې د ترهګرو پر ضد عملي او جدي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان پوځ دا هم ويلي چې له افغانستان سره پر پوله يې نوي امنيتې پوستي جوړي کړي، خو د شپيته زره پوځيانو د ځای پر ځای کولو خبره يې رد کړې ده.
که څه هم چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن تار لګولو پر وړاندې زیات غبرګونونه راپوته شول، خو پاکستان دې کار ته دوام ورکړی او ډیر ژر به پر کرښه سیمي دیوال لګول بشيړ کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)