افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سه شنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکا باید له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
زرداري ویلي، چې اسلامي امارت لا هم په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې وخت او وړتیا نه لري او په دې برخه کې دوی مرستې ته اړتیا لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کښې د افغانستان منجمد شویو شتمنیو ته په اشارې سره زیاته کړه: زما په فکر دا خبره مطرح ده چې دغه بودیجه د اسلامی امارت بودیجه نه ده بلکې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.
په همدې حال کې په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه د نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا نظر بدل شوی دی. له دې پېښې وروسته طالبان له القاعده سره د اړیکو په ساتلو تورن شوي دي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي وو چې اسلامي امارت له القاعدې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او دا شبکه په افغانستان کې د فعالیت ازادي لري.