دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود : 160913
کونړ کې په ځانمرګي برید کې د ولایتی شورا یو غړۍ وژل شوي
په کونړ کې ولایتی چارواکو په وینا، د وټه پور په ولسوالی کې د غرمی وروسته د یو ځانمرګی برید له امله د ولایت شورا یو غړۍ شاولی همت وژل شوی دی.

د چارواکو د وینا له مخې د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې د شورا غړی شاولي همت او یو بل دیني عالم وژل شوي دي.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم په وینا برید له غرمې وروسته څه باندې دوه بجې په داسې حال کې شوی دی چې شاولي همت د یو ولسي سړي جنازې ته پلی روان و.
نوموړي وویل چې برید کې د شاولي همت سربېره یو بل دیني عالم مولوی عبد الرحمن هم وژل شوی او د ولایتي شورا د غړي یو ساتونکی زخمي شوی دی.
تر اوسه چا یا ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغې برید مسولیت پر غاړه نه اخیستی، خو شاولي همت کورنۍ غړي وايي، چې هغه ته له وړاندې هم د حګومت د مخالفو وسله والو له لوري ګواښونه موجود وو.
https://avapress.com/vdcfyxdymw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته