دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 148886
یو شمېر طالب مشران د قبایلي مخورو په هڅو کندهار ته راغلي
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، یو شمېر طالب مشران د قبایلي مخورو په هڅو له پاکستان نه جنوبي ولایتونو ته راغلي او هڅه کوي، چې پر نورو طالبانو هم د پاکستان اغېز راکم کړي.


 جنرال رازق دغه څرګندونې تېره ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د طالب مشرانو د بېرته راستنېدو په برخه کې د سولې عالي شورا هېڅ ډول رول نه درلود.
جنرال رازق زیاته کړه، په راستانه شويو طالبانو کې ۱۵ تنه هغه کسان دي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال والیان، د دفاع او خارجه وزارتونو لوړپوړي چارواکي و او اوس دلته له خپلو کورنیو سره سوله ییز ژوند کوي.
جنرال رازق د ټولو راستانه شویو طالبانو نومونه یاد نه کړل خو ویې ویل چې په دوی کې لطف الله اغا هم شامل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت مرستیال او بیا په پنجاب ایالت کې د طالبانو کونسل و.
لطف الله اغا د ملاعمر د ورور ملا منان خسر دی.
د کندهار د امنیه قوماندان و ویل چې "څلور نیم کاله دی [لطف الله اغا] او استاد ابراهیم او نور کسان د پاکستان په بند کې پاته شوي وو، دوی جنګ نه کوي او له دې ډارېږي، چې بیا د پاکستان له خوا په امریکا باندې خر] نه شي.»
د جنرال رازق په خبره په دې برخه کې نورې هڅې هم دوام لري او هڅه کوو، چې پر طالبانو د پاکستان اغېز کم شي او په دې توګه به د جګړې د پراختیا مخه ونیول شي.

https://avapress.com/vdcaaan6i49nya1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته