دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 135255
جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو د موجودیت د ارزونې پلاوي سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې له ۱۸ کلنۍ څخه د کم عمره ځوانانو د موجودیت په اړه د ارزونې پلاوي له غړو سره په کتنه کې د یاد پلاوي د ابتدایي ارزونو او موندنو راپور واورېد.
په پیل کې د جمهوري ریاست سلاکار او د ارزونې د پلاوي مشر محمدیونس هوتک د امنیتي او دفاعي ارګانونو له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د ارزونو او څېړنو پرمهال یې ورسره بشپړه همکاري کړې . هغه وویل، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د منسوبینو په لیکو کې له ۱۸ کلنۍ څخه د کم عمره ځوانانو د موجودیت د ارزونې په موخه یې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته سفرونه کړي.
ښاغلي هوتک وویل، په ولایتونو کې د ارزونې پرمهال یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې داسې څوک ونه موندچې قانوني عمر یې نه وي بشپړکړی. هغه زیاته کړه، ځینې غیر مسوول وسله وال کم عمره ځوانان له ځانونو سره ګرځوي چې هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین نه دي.
د ارزونې د پلاوي مشر وویل، د پولیسو روزنیز مرکز او د کابل ښار امنیتي حوزې به هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو د موجودیت په موخه وارزوي.
جمهور رئیس غني د دوی د ارزونې د موندنو له شریکولو وروسته له یاد پلاوي څخه مننه وکړه او وې ویل، دا ډېره حساسه موضوع ده او باید په ډېر دقت وارزول شي. هغه ټینګار وکړ، چې د ارزونې پلاوی دې د خپلو ارزونو موندنې په واضح او جامع ډول ترتیب او له وړاندیزونو سره یو ځای دې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو اوخلکو سره شریکې کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، له غیر مسوولو وسله والو افرادو سره به جدي او قانوني چلند وشي. هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ارګانونه دې د دغې موضوع په اړه د خلکو د نظرونو او شکایتونو د اورېدلو په موخه په هر امنیتي او دفاعي مرکز او اداره کې یوه ځانګړې ټلیفوني شمېره ایجاد کړي، تر څو خلک له هغې لارې په اسانۍ اړیکه ونیسي او خپل نظرونه او شکایتونه له دوی سره شریک کړي.
ارګ-ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcgnn9qnak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته