دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 126094
داخله وزیر:په ننګرهارکې د اختطاف پروړاندې جدي اقدام کوم
د کورنیو چارو وزیر په ننګرهار کې د امنیتي منسوبینو د ارزونې او د انسان تښتوونې پېښو پر وړاندې د جدي اقداماتو ژمنه وکړه.
د کورنیو چارو وزیر لوی پاسوال تاج محمد جاهد چې پرون یې دې ولایت ته سفر کړی و، د دغه ولایت د دیني عالمانو،قومي مشرانو، ځوانانو، مدنی فعالانو، سوداګرو او یو شمېر نورو استازو سره یې په غونډې کې ژمنه وکړه،چې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو او منسوبینو ارزونه به ترسره او د انسان تښتوونې پېښ
و پر وړاندې به جدي اقدامات ترسره کړي .
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې د یادو استازو سربېره د ننګرهار والي، د ولسي او ولایتي شورا غړو او امنیتي منسوبینو برخه درلوده .
ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ولسونو په استازۍ د کورنيو چارو وزير څخه مننه وکړه، چې د امنيتي وضيعت د ارزونې او ولسونو ستونزو د اورېدو په موخه یې دغه ولایت سفر وکړ.
د سولې ولایتي کمیټې مشر، د حج او اوقافو او ښوونې او روزنې پوهنځي رئیسانو، د ځوانانو،مدنی فعالانو او قومونو استازو د خپلو خبرو پر مهال د انسان تښتوونې پېښو، د بېلابېلو توکو د قاچاق،غيرې مسول وسله والو او بې پلیټه موټرو په مخنیوي کې د کورنیو چارو وزیر څخه جدي غوښتنې وکړې .
ننګرهار کې د امنیتی منسوبینو تشکیل د زیاتوالې، په امنیتي منسوبینو کې د فساد لمنځه وړل او د قومونو امنیت خوندیتوب ته ځآنګړې پاملرنه کول د دغه استازو نورې غوښتنې وې
. د کورنیو چارو وزیر لوی پاسوال تاج محمد جاهد وویل : په دغه ولایت کې به ژر تر ژره د امنیه قوماندانۍ اړوند د پولیسو اروزنه ترسره کړي او همدا راز به د انسان تښتوونې پېښو په مخنیوي کې جدي اقدامات ترسره کړي .
هغه ډاډ ورکړ،چې په دغه ولایت کې د پولیسو اړوند ټولې ستونزې واوریدې او ژمنه یې وکړه،چې د کورنیو چارو وزارت د امکاناتو سره سم به یې د حل په برخه کې بېړني ګامونه اوچت کړي .  
https://avapress.com/vdchw-nzk23nivd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته