دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 121197
د ملي عوایدو د زیاتوالي په ویاړ د مالیې وزارت یو شمیر مسؤولین په مډالونو او ستاینلیکونو ونازول شول
د ملي عوایدو د زیاتوالي په ویاړ د مالیې وزارت یو شمیر مسؤلینو ته د مډالونو او ستاینلیکونو د ورکولو مراسیم د سلواغي د میاشتې په ۱۷ مه د انټرکانټینینټل په هوټل کې ترسره شو.
په دې مراسیموکې د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د کرنې، مخابراتو، اوبو او بریښنا او ترانسپورټ وزارتونو استازو، د مالیې وزارت وزارت د مالي، عوایدو او ګمرکو او د پالیسۍ معین صاحبانو، عمومي رئیسانو، مستوفیانو، د ګمرکونو رییسانو او د مالیې وزارت د مختلفو څانګو یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی وو.
ددې ناستې هدف د هغو کارمندانو نازول وو چې د ۱۳۹۴ مالي کال د عوایدو په زیاتوالي کې یې هڅې کړي دي او ملي عواید یې تر ټاکلي هدف ډیر راټول کړي دي. همدا راز هغو کارکوونکو ته یو توصیه وه چې په خپلو کارونو کې د یو شمیر لاملونه له امله پاتې راغلي دي.
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: "ددې ناستې څخه هدف د هغې ژمنې پلې کول دي چې د مکافاتو او مجازاتو اصل ته به پاملرنه کیږي او د هغې پر اساس به نن د هغو کارکوونکو د کارونو ستاینه کیږي چې د عوایدو په زیاتوالي کې یې هڅې کړي دي. ده زیاته کړه چې د مکافاتو او مجازاتو د اصل د پلې کولو له پاره دغه ناسته یو پیل دی. د مالیې وزیر وویل چې د دولت پالیسي داده چې افغانستان د ځان بسیاینې پر لورې لاړ شي او د خپلو سرچینو څخه ملي بودجه تمویل کړي. ده زیاته کړه چې په عوایدو کې زیاتوالی د هغه ژمنې عملي کول دي چې موږ یې خپل دولت، خلکو او نړیوالې ټولنې ته ورکړې ده. د پیسو نړیوال صندوق له خوا د مالیې وزارت ته 114.2 میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی ؤ، چې له نیکه مرغه د مالیې وزارت وکولی شو چې 120.75 میلیارده افغانۍ راټولې کړي چې د تیر کال په پرتله 21 سلنه او د ټاکل شوي هدف څخه 6 سلنه زیاتوالی ښیي چې پر دغه اساس یاد صندوف افغانستان ته 75 میلیون دالره د تشویق په توګه ورکړل چې افغانستان په بودجه کې شامل شول."

د مالیې وزیر د ټولو کارمندانو او ادارو څخه چې د عوایدو په زیاتوالي کې یې رول درلود، مننه وکړه او د ناستې په پای کې یې د مالیې وزارت یو شمیر چارواکو او کارمندانو ته 5 مډالونو او یو شمیر ستاینلیکونه وویشل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyq9quak9xq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته