دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 291814
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د کمال خان بند د برېښنا د تولید د توربینونو بریالۍ ازموینه اعلان کړه.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه وزارت پرون دوشنبه (د جوزا ۲۱ مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کمال خان بند د برېښنا د تولید د توربینونو او ترانسفرمرونو د ازمایښت لومړنی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، لومړنۍ ازموینه بریالۍ وه او د کمال خان بند توربینونه او ترانسفارمرونه له نصبولو وروسته د ازموینې په توګه فعال شول.

په همدې حال کې ویل شوي چې د پاتې کارونو له بشپړېدو او د کمال خان بند څخه د برېښنا د تولید په موخه به د دغه بند د برېښنا توربینونه په دایمي ډول فعال شي.

کمال خان بند په نیمروز ولایت کې د هلمند پر بحیرې جوړ شوی چې د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. 
https://avapress.com/vdca66nuy49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته