کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کمال خان بند کې د برېښنا د تولید عملي کار پیل شو

22 جوزا 1403 ساعت 9:29

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د کمال خان بند د برېښنا د تولید د توربینونو بریالۍ ازموینه اعلان کړه.


آوا - کابل: دغه وزارت پرون دوشنبه (د جوزا ۲۱ مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کمال خان بند د برېښنا د تولید د توربینونو او ترانسفرمرونو د ازمایښت لومړنی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، لومړنۍ ازموینه بریالۍ وه او د کمال خان بند توربینونه او ترانسفارمرونه له نصبولو وروسته د ازموینې په توګه فعال شول.

په همدې حال کې ویل شوي چې د پاتې کارونو له بشپړېدو او د کمال خان بند څخه د برېښنا د تولید په موخه به د دغه بند د برېښنا توربینونه په دایمي ډول فعال شي.

کمال خان بند په نیمروز ولایت کې د هلمند پر بحیرې جوړ شوی چې د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. 


د مطلب کود: 291814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/291814/په-کمال-خان-بند-کې-د-برېښنا-تولید-عملي-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com