افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رئیس مصباح الدین مستعین نن شنبه (قوس ۱۱) له خبریال سره په خبرو کې وویل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په استازیتوب د غلو دانو د پراختیا رئیس محمد اکبر وزیري په دغه نړیوال کنفرانس کې د غنمو او وريجو د ارزښت د سلسلې د پراختیا، د خوراکي توکو د ضایعاتو د ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې.
د هغه په وينا، دغه کنفرانس د ترکيې په انقره کې د خوراکي توکو د خونديتوب د اسلامي سازمان (IOFS) د دفتر له لارې جوړ شو او د افغانستان، بنګله دېش، قزاقستان، تاجکستان، مراکش، پاکستان، قطر، ترکيې، تونس او مصر هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس زیاته کړه، یاد شوی کنفرانس د لړم په ۲۹مه د غنمو او وریجو د ارزښت د سلسلې د تنظیم، په سیمه کې د خوراکي توکو د ضایعاتو د کمولو او د ضایعاتو پر تګلارې د بحث په موخه جوړ شوی و. ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څو ورځو پورې دوام وکړي.
غنم د افغانانو اصلي خواړه دي.
په افغانستان کې د عصري کرنې د نشتوالي له امله د غنمو حاصلات هم د واورې او باران په اندازه پورې اړه لري. ډیری غنم په خړوبو سیمو کې تولیدیږي او لږ څه په وچو سیمو کې
وچکالي او د خوړو بحران په وروستیو لسیزو کې د خلکو له لویو ستونزو څخه ګڼل کیږي.