کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له آوا سره په خبرو کې؛

د افغانستان د کرنې وزارت استازي د غنمو او وريجو د ارزښت سلسلې په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

11 قوس 1402 ساعت 14:42

د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د غلو دانو د پراختیا رئیس محمد اکبر وزیري په ترکیه کې د غنمو او وريجو د ارزښت د سلسلې د پراختیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رئیس مصباح الدین مستعین نن شنبه (قوس ۱۱) له خبریال سره په خبرو کې وویل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په استازیتوب د غلو دانو د پراختیا رئیس محمد اکبر وزیري په دغه نړیوال کنفرانس کې د غنمو او وريجو د ارزښت د سلسلې د پراختیا، د خوراکي توکو د ضایعاتو د ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې. 

د هغه په ​​وينا، دغه کنفرانس د ترکيې په انقره کې د خوراکي توکو د خونديتوب د اسلامي سازمان (IOFS) د دفتر له لارې جوړ شو او د افغانستان، بنګله دېش، قزاقستان، تاجکستان، مراکش، پاکستان، قطر، ترکيې، تونس او ​​مصر هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و. 

د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس زیاته کړه، یاد شوی کنفرانس د لړم په ۲۹مه د غنمو او وریجو د ارزښت د سلسلې د تنظیم، په سیمه کې د خوراکي توکو د ضایعاتو د کمولو او د ضایعاتو پر تګلارې د بحث په موخه جوړ شوی و. ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څو ورځو پورې دوام وکړي.
 
غنم د افغانانو اصلي خواړه دي.

په افغانستان کې د عصري کرنې د نشتوالي له امله د غنمو حاصلات هم د واورې او باران په اندازه پورې اړه لري. ډیری غنم په خړوبو سیمو کې تولیدیږي او لږ څه په وچو سیمو کې

وچکالي او د خوړو بحران په وروستیو لسیزو کې د خلکو له لویو ستونزو څخه ګڼل کیږي.


د مطلب کود: 281427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/281427/د-افغانستان-کرنې-وزارت-استازي-غنمو-او-وريجو-ارزښت-سلسلې-په-نړيوال-کنفرانس-کې-ګډون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com