زه ستاسو ترمنځ دوه څېزه پریږدم، تر هغه وخته پوری چی ورسره یاست هیڅ وخت به ګمراه نه شی. یو د بل څخه لوی دی، د خدای کتاب چی د آسمان څخه ځمکې ته رسۍ دی او عترت او زما اهل بیت، دا دوه هیڅ وخت نه بیلیږی ترڅو چی جنت کې زما سره یوځای شی. ووینی چی څنګه زما ودیعتونو سره رفتار کوی.
ترمذی خپل سند کې نقلوی چی رسول الله ص وفرمایل:
زه ستاسو ترمنځ دوه څېزه پریږدم، تر هغه وخته پوری چی ورسره یاست هیڅ وخت به ګمراه نه شی. یو د بل څخه لوی دی، د خدای کتاب چی د آسمان څخه ځمکې ته رسۍ دی او عترت او زما اهل بیت، دا دوه هیڅ وخت نه بیلیږی ترڅو چی جنت کې زما سره یوځای شی. ووینی چی څنګه زما ودیعتونو سره رفتار کوی.
د ثقلین حدیث څخه ګټه اخیستنې نکات
د خدای کتاب او پیغمبر عترت رسول الله (ص) ته ترټولو ارزښتناکه څیزونه وو.
ثقلین په عربی ژبه کې تثنیه د ثقل څخه دی. ثقل هم هغه نفیس څیز ته وایی چی ساتنې ته اړتیا ولری. د خدای کتاب او عترت ثقلین یاد کړ، ترڅو قدر او ارزښت یی لوی شکاره کړی.
هدایت او سعادت یواځي د خدای رسول عترت او خدای کتاب ترڅنګ ترلاسه کیدلای شی.
د ترمذی څخه په نقل سره، پیغمبر وفرمایل: که دا دوه ارزښتناکو څيزونو باندی ځان ټینګ کړی، هیڅ وخت به ګمراه نه شی.
پیغمبر وفرمایل: دا دوه هیڅ وخت نه بیلیږی ترڅو چی جنت کې زما سره یوځای شی. ووینی چی څنګه زما ودیعتونو سره رفتار کوی. ددی دوو عبارتونو څخه دا څرګندیږی چی دخلګو هدایت دواړو کې دی، نه داچی قرآن ونیسی او عترت پریږدی.
په سنن ترمذی کې راغلی دی چی پیغمبر وفرمایل: دا دوه هیڅ وخت نه سره بیلیږی ترڅو جنت کې زما سره یوځای شی. یعنی قرآن او عترت د قیامت تر ورځی پوری شتون لری او باقی به وی او که فرض وکړو چی یو وخت قرآن وی او عترت نه وی، په یو ډول سره مو دواړه بیل کړی دی، نو لکه څنګه چی قرآن کریم زمونږ ترمنځ شتون لری او باقی دی، باید عترت او پیغمبر ص اهل بیت هم شتون او بقا به ولری.
بل نکته داچی پیغمبر ص په دی روایت کې فرمایلی دی: ووینی چی ددی دوو ځآیناستو سره چی ستاسو منځ کې پریږدم، څنګه چلند کوی؟ مهم داچی پیغمبرص ددی وصیت ترڅنګ، قرآن او اهل بیت ثقلین او خپل ځان وروسته دوه خلیفه ګان معرفی کړی دی.
مهم نکته چی د ثقلین حدیث څخه اخیستل کیږی، د پیغمبر اهل بیت حجت او عصمت دی. د اهل بیت قرار ورکول قرآن ترڅنګ، هغه هم د پیغمبر ص له لوری د همدی نکتی ثبوت دی. کوم شک نشته چی قرآن هغه کتاب دی چی په هغه کې، کوم خطا او باطل نشته، نو د همدی لپاره، ورسره مخالفت جایز نه دی. دا چی پیغمبر ص خپل اهل بیت د قرآن ترڅنګ قرار ورکوی، ددی دوو نه بیلتوب تر قیامت پوری، د ټول امت لپآره هدایت، او ورڅخه ځان تیر ایستل ګمراهی نه بغیر بل څه نه دی، د عصمت نه بغیر بل معنی به ورنه کړی.
د پیغمبر ص په کلماتو کې دا پیداکوو چی مراد د ( دا دوه هیڅ وخت نه بیلیږی ) څخه دادی چی عترت او قرآن، هیڅ مخالفت د یو بل سره نه دی، عترت همغه څه ویلی دی چی قرآن کریم یی مطرح کوی، آیا دا، عصمت نه بغیر بل معنی ورکولای شی؟