دولتی سرچینی په میدان وردک ولایت کې وایی د دوشنبه په سهار دلوی لومړۍ نیته مهاجمان ماین ځای پرځای شوی موټر سره په دی ولایت کې ملی امنیت یو واحد باندی برید وکړ. د مسؤولینو په وینا په دی پیښه کې نږدی ۲۰ تنه د امنیتی ځواکونو څخه ووژل شو او ۳۰ تنه نور ټپیان شو.
په دی حال د تلفاتو شمیر په ځینو رسنیو کې په لسګونه ریپورت ورکړل شوی دی.
د دفاع وزارت څخه ځینی سرچینی د رویترز خبرګزاری ته ویلی دی چی په دی ولایت کې ۱۲۶ تنه وژل شوی دی.
د رویترز په ګزارش سره، دوه مهاجم مسلح کسان د ماین ځای پرځای شوی موتر چاودیدنې وروسته دا امنیتی واحد ته ننوتلي او امنیتی مامورین او سرتیرو باندی ډزی کړی دی.
ددی برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
ددی ډلې په خبرپاڼه کې راغلی دی چی دا برید د یو ماین ځای پرځای شوی تانک سره ترسره شوی او امنیتی ځواکونو ته سخت تلفات اړولی دی.
دا په داسی حال کې دی چی ویل کیږی زلمی خلیلزاد، د طالبانو هیات سره خپل خبرو اترو نوی دور په قطر کې شروع کړی دی.
د میدان وردک وژنې په دومره اندازی سره هولناک او تکان ورکوونکې دی چی که لږ انسانی مسؤولیت قبلونه په دولتی چارواکو بالخصوص امنیتی ارشد کارګزارانو کې شتون ولری، طالبان باید ددی هولناک جنایت درانده لګښت ډیر ژیر ورکړی او ترڅو مناسب او عادلانه توګه نه وی تنبیه شوی، هیڅ لوری باید حق ونه لری ترڅو د سولې په بهانه، یو تروریستی ډلې ته مشروعیت ورکړی.
طالبان په دی اقدام سره، د سولې رامنځته کولو لپاره ټول لازم زمینه له منځه وړی دی او سربیره پردی ملی امنیتی ځواکونو ته دومره ضربه واردول، په لسګونه افغان کورنۍ د غم پر ټغر کینولی دی.
اوس کابل چارواکې د یو لوی مسؤولیت په وړاندی قرار لری؛ داچی د امریکایی خلیلزاد صلاحیت او اراده لمن د طالبانو سره خبرو لپاره څومره وی او هغه په داسی شرایطو کې چی طالبان، د عام خلګو قتل باندی مصروف دی، ایا بیا هم حق لری، ددی وطن ځوان سرتیرو وینو باندی پښی کیږدی او د طالبانو سره سازشکارانه او پټ خبری اترو ته ادامه ورکړی؟
په کابل کې هم هغه چارواکې چی جاری جنایتکارانه او خونړیزه جګړی ته په بی توجهی سره د سولې پر طبل باندی وهی او په هیله مندی سره د لیری څخه د طالبانو سره خلیلزاد پټ خبرو اترو دور ته ګوری، باید دا پوښتنې ته ځواب ورکړی چی په حقیقت کې څومره امنیتی ځواکونه باید د طالبانو وحشیګری او تروریزم قربانی شی ترڅو هغوی په یاد راوړی چی امنیتی ځواکونه، د تروریستانو سره د امریکایی سولې پیشمرګه نه دی. هغوی ددی مرز او بوم آرامتیا او امنیت ساتونکې د هغو وحشی مزدورانو په وړاندی دی چی ددی هیواد نابودی باندی ملا تړلی دی.
ولی میدان وردک وژنو په شان فجایع رامنځته کیدو سربیره، په کابل کې ټوله څه امن او آرام دی؟ ولی هیڅ دولتی مقام او امنیتی مسؤول، د امنیتی ځواکونو ژوند صیانت په وړاندی مسؤولیت احساس نه کوی؟ هغه څه چی په میدان وردک کې رامنځته شوه، یواځی په میدان وردک کې د طالبانو قدرت شکاره کوونکې د وینی حمام په رامنځته کولو کې نه دی؛ بلکه امریکا او طالبانو ترمنځ معامله او سازشکارانه سولې خبرو اترو څخه رامنځته شوی پیښی هم دی، په کابل کې بی تدبیر او بی برناهم غیری مسؤول چارواکو ناکارآمدی نتیجه هم دی، د امنیتی ځواکونو پیاوړتیا او تروریستانو سرکوب لباره مقتدرانه منسجم سیاست نه شتون له امله هم دی.
په دی حساب، ولی هغه وخت چی په میدان وردک کې، طالبان امنیتی لسګونه زده کړه ورکړل شوی ځواکونو په وژلو سره د وینې حمام جاری کوی، په کابل کې، دولتی چارواکې، د ریاست جمهوری ټاکنو لپاره صف ارایی او ائتلاف او ټیم جوړولو باندی سرګرم دی او په قطر کې، د امریکا نماینده د طالبانو نمایندګانو سره، ددی هیواد سیاسی او امنیتی راتلونکې لپاره، د برنامه ریزی په حال کې دی؟
طالبانو جنایت ترسره کړی او مسؤولیت قبول کړی؛ آیا هغوی لګښت یی ورکوی؟ څنګه او څه وخت او د چا له لوری؟ آیا سولې خبری اتری، ځنډول کیږی؟ آیا د طالبانو قدرت قرارګاوی او مرکزونه بمباران کیږی؟
ولی د لسګونو امنیتی ځواکونو په وژل کیدو سره د طالبانو په لاس، دولت هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او کوم تنبیهی غبرګون د هغه ډلې په وړاندی په لاس نه نیسی؟ ولی د جګړی برنامه بدلون نه کوی؟ ولی دولت، امریکا د امنیتی پیمان نه اجرا کولو او تروریزم سره نه مبارزه کولو او امنیتی ځواکونو نه پیاوړی کولو لپاره نه مؤاخذه کوی؟