دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 85810
دشپږم سرحدي زون پولیسودعقاب په عملیاتوکي درې تنه وسلوال او څلور عرادې مټرسیکلونه وه نیول سوه .
په هلمندکي دشپږم سرحدي زون اداري مرستیال سمونیارمحمد معروف بابکرخیل وایې چي په دوه ورځوکي دعقاب (032)په روانو عملیاتوکي دریګي ، سوخته او مرغۍ سیمي دوسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاکي سوي دي .
هغه وویل چي دغه سیمي دخانشین ولسوالۍ اړونده کلي دي چي وړاندي دوسلوالو مخالفینوشتون پکي ترسترګوکیدی او اوس مهال په پوره توګه امنیت سوي دی .
نوموړي وویل په عملیاتوکي چي په یادو سیموکي روان وه دجګړې پرمهال دوسلوالو مخالفینودرې تنه نیول سوي او څلور عرادې موټر سیکلونه هم دسرحدي پولیسو لاسته ورغلي دي .
هغه وویل چي دنوموړو کسانوسره یوه پایه مخابره هم نیول سوې او دهغوۍ څخه دپولیسو پلټني رواني دی .
ددې ترڅنګ دهمدې عقاب (032)دعملیاتو په دوام دتیرو دریو ورځو راپه دیخوا ۳۶ ماینونه هم سرحدي پولیسو په سیمه کي کشف او شنډ کړي دي .
هیره دي نوي چي دغه عملیات دهلمند په سرحدي خانشین او دیشو ولسوالیوکي دشپږم سرحدي زون دامنیتي خواکونوله لوري پرمخ وړل کیږي ترڅو د را روانو ټاکنو لپاره پوره زمینه برابره سي او خلک په ښه توګه خپله رایه دخپلي خوښي وړ نوماندته ورکړي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyoeo.uqeivz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته