دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 78577
فیلیپین: زرګونه قربانیان او د مرستو ستونزې
 فیلیپیني چارواکي وايي اوس فکر کېږي چې د جمعې په ورځ د هايان توفان يوازې په يوه ولايت کې نژدې لس زره کسان وژلي وي.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د ژغورنې لوى عمليات روان دی او پوځي چورلکې د ليتي ښار ته ژغورنکي او اکمالاتي توکي لېږدوي. توفان د تکلوبان ښار سخت ځپلى او دغلته خواړه لږ او اوبه او برښنا نشته.
د ښارچارواکي وايي اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو هڅې کوي چيرې چې هرڅه يې لوټ شوي دي.
د ملگرو ملتونو د مرسته رسولو ادارې مشر سبستيان روهديز سټمپ چې اوس په تکلوبان کې دى وايي: زه پرون سهار را غلم– هوايي ډګر بېخي ويجاړ شوی، گاډي پورته په اونو کې پراته دي.
د هوايي ډګر نه ښار ته تگ ناممکن و نو موږ د فلیپین پوځي چورلکه کې لاړو او بيا مو چې د ښار د پاسه پرواز کوو نو مو وليدل چې په ځینو ودانیو اور لگېدلی و. خوارې سيمې په بشپړه توګه تباه شوې وې.
ځینو خلکو راته وويل چې د اوبو څپې د ٢٠ نه تر ٣٠ فوټه لوړې وې. موجونه عادي نه بلکه د سونامي په ډول وو او چې د ښارگوټي نه څپې تېرېدلې ۱۹ لوړې وې.
توپان ځپلو سره د مرستې په موخه د خیریه او نورو نړيوالو ټولنو ترڅنگ سيف د چلدرين موسسه هم سيمې ته رسيدلې.
په پلازمينه مانيلا کې د دغې موسسې يوه غړي نېد اولني له بي بي سي سره په مرکه کې وويل تر ټولو لومړنى کار يې خلکو ته د خوړو رسول دي.
نوموړي زیاته کړه چې د مرستو رسولو د لارو چارو په اړه انديښمن دي ځکه چې لا هم داسې کلي شته چې څوک ورته نه رسیدلي او نه ورسېدلی شي خو موږ خپلې مرستې ګړندې کړي.
سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي په سلگونو کسان د تکلوبان ښار هوايي ډگر کې چې خپله هم سخت زيانمن شوى راټول شوي دي چې د الوتکو له لارې له ښاره ووځي .
توپان اوس ويتنام ته مخه کړې او شپږسوه زره کسان له شمالي ولايتونو څخه نورو خوندې ځايونو ته لېږدول شوي د .
د رپوټونو له مخې تراوسه پورې دغلته څلور کسان هغه مهال ووژل شول چې له توپان څخه يې د تېښتې هڅه کوله
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzsbz.rhbwzp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته