دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 67663
زرداري وايي پاکستان د افغان سولې د هڅو له بریالیتوب سره مرستې ته ژمن دی
ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې؛ پاکستان په افغانستان کې د سولې د هڅو له بریالیتوب سره مرستې ته ژمن دی.
زرداري چې د پاکستان پارلمان ته وینا کوله؛ په سیمه کې د ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:
"پاکستان يو باثباته سيمه ييز چاپيريال غواړو، موږ د افغانستان د بيا پخلاينې او سولې بهير د بریالیتوب هیله لرو؛ موږ د سيمې د ټولو هيوادونو سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې يو؛ زموږ وزيراعظم لا دمخه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی. د ثبات او پرمختګ هدف په سيمه کې له امن پرته نشي ت لاسه کيدای."
زرداري زیاته کړه، چې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له نړیوال قانون څخه جدي سرغړونه ده.
پاکستان په وا روار د دې حملو د بندېدو غوښتنه کړې؛ خو امریکا په قبایلي سیمو کې دې حملو ته دوام ورکړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmvdv.w6devaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته