کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زرداري وايي پاکستان د افغان سولې د هڅو له بریالیتوب سره مرستې ته ژمن دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1392 ساعت 11:07


ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې؛ پاکستان په افغانستان کې د سولې د هڅو له بریالیتوب سره مرستې ته ژمن دی.
زرداري چې د پاکستان پارلمان ته وینا کوله؛ په سیمه کې د ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:
"پاکستان يو باثباته سيمه ييز چاپيريال غواړو، موږ د افغانستان د بيا پخلاينې او سولې بهير د بریالیتوب هیله لرو؛ موږ د سيمې د ټولو هيوادونو سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې يو؛ زموږ وزيراعظم لا دمخه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی. د ثبات او پرمختګ هدف په سيمه کې له امن پرته نشي ت لاسه کيدای."
زرداري زیاته کړه، چې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له نړیوال قانون څخه جدي سرغړونه ده.
پاکستان په وا روار د دې حملو د بندېدو غوښتنه کړې؛ خو امریکا په قبایلي سیمو کې دې حملو ته دوام ورکړی.


د مطلب کود: 67663

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67663/زرداري-وايي-پاکستان-د-افغان-سولې-هڅو-له-بریالیتوب-سره-مرستې-ته-ژمن-دی

آوا
  https://www.avapress.com