دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 55372
د امریکا د دفاع وزیر: افغانان اوس په خپله د حکومتدارۍ په لور پر مخ ځي
د امریکا د دفاع وزیر وايي، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال د څلورمې مرحلې اعلان د دې ثبوت دی چې افغانان اوس په خپله د حکومتدارۍ په لور پر مخ ځي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن هم د امنیتي مسولیتونو د انتقال د څلورمې مرحلې د اعلان هرکلۍ کړی او ویلي يې دي، چې دا په دوو راتلونکو کلونو کې د بشپړو امنیتي مسولیتونو د اخیستو په لور د افغان ځواکونو یو مهم او لوی ګام دی.

افغان حکومت تیره ورځ له نړېوالو سرتیرو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال څلورمه مرحله اعلان کړه، چې پر اساس به يې د ۵۲ نورو ولسوالیو امنیتي چارې افغان لوري ته سپارل کیږي.

دا پروسه په راتلونکو دوو میاشتو کې عملي کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8tei.uqeiaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته