دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 42833
پاکستان د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې رد کړې
په کابل کې د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې، چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې وکړې، بې ځایه او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره مضرې وبللې.
تاند -پاکستان نن د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا دا ادعا رد کړه چې ګنې دا پاکستان سخت دریځو ته اجازه ورکوي چې د دغه هیواد له خاورې څخه په کاونډي افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پرضد د حملې لپاره کار واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، په کابل کې د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې، چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې وکړې، بې ځایه او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره مضرې وبللې.

د امریکا د دفاع وزیر له پولي اخوا د حقاني شبکې پناهځایونه د اندېښنې وړ وبلل، ویې ویل، نور یې په اړه د دوی زغم خپل وروستي حد ته رسیدلی دی.

ښاغلي بنیتا وویل، د دغو پټنځایونو په موجودیت کې ګرانه ده چې په افغانستان کې امن راشي.

نوموړي له خپل افغان ساري عبدالرحیم وردګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، پاکستان باید نور د دغو پټنځایونو پر ضد اقدامات وکړي:"دا یوه جدي اندیښنه ده چې دغه پټنځایونه موجود دي او د حقاني شبکې په شان تروریستي ډلې ترې کار اخلي اوزموږ پر ځواکونو حملې وکړي. زموږ حوصله وروستي حد ته رسیدلې ده. له همدې امله دا ډیره مهمه ده چې پاکستان ددغو پتڼځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي."

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقې په یادولو سره له هندي چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ، پانګونې، بیارغونې او د امنیتي ځواکونو د مرستې له لارې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقې په یادولو سره له هندي چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ، پانګونې، بیارغونې او د امنیتي ځواکونو د مرستې له لارې ملاتړ ته دوام ورکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx6nk.23nixdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته