کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د دفاع وزیر: افغانان اوس په خپله د حکومتدارۍ په لور پر مخ ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جدی 1391 ساعت 13:14


د امریکا د دفاع وزیر وايي، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال د څلورمې مرحلې اعلان د دې ثبوت دی چې افغانان اوس په خپله د حکومتدارۍ په لور پر مخ ځي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن هم د امنیتي مسولیتونو د انتقال د څلورمې مرحلې د اعلان هرکلۍ کړی او ویلي يې دي، چې دا په دوو راتلونکو کلونو کې د بشپړو امنیتي مسولیتونو د اخیستو په لور د افغان ځواکونو یو مهم او لوی ګام دی.

افغان حکومت تیره ورځ له نړېوالو سرتیرو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال څلورمه مرحله اعلان کړه، چې پر اساس به يې د ۵۲ نورو ولسوالیو امنیتي چارې افغان لوري ته سپارل کیږي.

دا پروسه په راتلونکو دوو میاشتو کې عملي کیږي.


د مطلب کود: 55372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55372/د-امریکا-دفاع-وزیر-افغانان-اوس-په-خپله-حکومتدارۍ-لور-پر-مخ-ځي

آوا
  https://www.avapress.com