د لغمان چارواکي وايي، چې د دې ولایت په بسرام سیمه کې اوه ماین خښونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وويل، چې دا کسان تېره شپه نهه بجې د بسرام پورې اړوند شهید بابا په سیمه کې وژل شوي.
بل خوا بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټیلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې په یاده سیمه کې تېره شپه دوي د ملي اردو پر کتار برید کړی، چې اته تنه يې وژلي او څلور تنه نور يې ټپيان کړی دی.
د لغمان سیمه ایزو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)