د سریلانکا پولیسو پرون (چهارشنبه) د لږ تر لږه ۲۷ افغان او پاکستاني کډوالو د نیولو خبر ورکړ.
د پولیسو په وینا، دې کسانو غوښتل، چې اسټرالیا ته ولاړ شي.
د جرمني خبري اژانس وايي، چې د سریلانکا پولیسو تر دې یوه ورځ مخکې لږ تر لږه ۶۲ سریلانکایان او دوه هندوان هم نیولي دي.
ویل کیږي، چې دا ډله هم اسټرالیا ته روانه وه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)