دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 36955
دالازهر لوی شیخ په افغانستان کې د قرآنکریم سوځېدا وغندله
د الازهر د شیخ احمد الطیب په اعلامیه کې ویل شوي چې «الاهزر له قرآن سره هیڅ راز لوبه نه شي منلی څه پاتې شوه دا ډول وحشیانه حمله.»

تاند - د مصر الازهر، چې په اسیلامي نړۍ کې د سُني مسلمانانو تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېږي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې د قرانکریم سوځېدا وحشیانه عمل وباله او د دې عمل له ترسره کوونکیو امریکايي پوځیانو څخه یې وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.

د الازهر د شیخ احمد الطیب په اعلامیه کې ویل شوي چې «الاهزر له قرآن سره هیڅ راز لوبه نه شي منلی څه پاتې شوه دا ډول وحشیانه حمله.»

الطیب په بګرام کې د امریکايي پوځیانو په اډه کې د قرآنکریم سوځېدا د بشري میراث د سپېځلو ارزښتونو پرضد یرغل وباله.

ده همداراز ویلي، هغه پوځي ځواک چې په دې پېښه کې یې لاس درلود باید فوراً له افغانستانه ووځي.«له افغانستانه د دغو ځواکونو فوري وتل د کړکېچ د حل یوازینۍ لاره ده. په دې توګه به افغانان د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکړای شي.

په بګرام کې د امریکايي پوځیانو له لوري د قرآنکریم د نسخو له سوځولو وروسته د افغانستان په ډېرو سیمو کې اعتراضي لاریونونه شوي خو په نتیجه کې یې بیا هم یوازې افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر دې پېښه بخښنه وغوښته او د امریکا پوځ وویل چې دا کار سهواً شوی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcft1dm.w6dvtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته