دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 300884
باثباته او سوله ییز افغانستان له پاکستاني چارواکو سره د چین د سفیر د کتنې تمرکز
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ په اسلام اباد کې له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې او د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره یې د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ینګ د دغه وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې اسیا د چارو له سرپرست احمد نسیم سره وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه او "د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول یې ټینګار وکړ."
د چین ځانګړي استازي تر اوسه پاکستان ته د خپل سفر او د هغه د موخو په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.net/vdcivuap5t1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته