دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 300879
د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې بریا
د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې په درې اړخیزو سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: لوبه د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۲۸مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه، چې د متحده عربي اماراتو لوبډلې د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
 
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
 
د دې لوبې د ګټلو لپاره د متحده عربي اماراتو کرېکټ جونیرانو باید ۳۶۰ منډې جوړې کړې وای، خو په ۵۰ اورونو کې یې یوازې ۱۹۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې افغانستان ته وبایلله.
 
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دې سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۱۰۰ منډو ماتې ورکړه.
 
دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
https://avapress.net/vdccmxq1o2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته