افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یو شمېر هالنډي پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې هالنډي پانګوالو د نفتو او ګازو د کانونو د استخراج او استخراج، له دغو منابعو څخه د انرژۍ د تولید او په افغانستان کې د تېلو د پروسس د معیاري فابریکې د جوړولو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
په ورته وخت کې هدایت الله بدري دغو پانګوالو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي، چې له ترکیې، روسیې، ازبکستان، چین، ایران او هند وروسته هالنډ د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.