دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 300706
د ترکیې پولیسو د ۱۳ افغان ماشومانو په ګډون ۴۹ کډوال نیولي دي
د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ۱۳ بې اسنادو افغان ماشومانو په ګډون ۴۹ کډوال پېژندلي او نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه کسان د ترکیې د ساحلي ساتونکو ځواکونو له خوا د ایواجیک په سواحلو کې د چناق قلعه ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

ویل کیږي چې په دغو کسانو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي چې پلان یې درلود چې له غیر قانوني لارو له ترکیې څخه ووځي.

د ترکیې پولیسو دغه کسان له نیول کیدو وروسته د بهرنیو اتباعو د استرداد مرکز ته انتقال کړل.

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی و، چې ترکیې د اسلامي هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه ۳۲۵ افغان کډوال افغانستان ته استولي دي.
https://avapress.net/vdcbggbf0rhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته